Language
  • Pashto
  • د ای آر پي ای بودیجي د پروپوزل غوښتنلیک

  • د دې پروپوزل فورمه یوازې د هغو پروژو او پروګرامونو لپاره دي چې د الباني په ښار کې دي د بودیجي غوښتنې لپاره کارول کیږي. ټول پروپوزلونه چې د الباني ښار د کویډ بیا رغونې کاري ځواک لخوا تعریف شوي دي باید د پنځو لومړیتوبونو اغیزناکو ساحو څخه یو یا ډیرو ته ځواب ویونکي واوسي. د الباني ښار د دې پروژو د ښار د دولتي امریکایی ریکوري پلان قانون (ARPA) د تمویل لپاره د 25 ملیونو امريكایې ډالرو ژمنه کړې ده. ټول وړاندیزونه د پنځوو لومړیتوب د تاثیر په یوې یا زیاتو هغه برخو کې د ځواب وړ دي کومې چې د البني ښار د کووېډ د روغیدو د کاري ځواک تشریح کړې دي (د نورو معلوماتو لپاره د کاري ځواک د حتمي راپور 42-60 پانې وګورئ). مهرباني وکړئ د لا نورو معلوماتو او غوښتنلیک لارښوونو لپاره د الباني ښار د ای آر پي ای ویب پاڼه وګورئ.

     د نورو معلوماتو لپاره د البني ښار د ARPA تمویل وېبپاڼې ته مراجعه وکړئ او د وړاندیزونو لارښوونې وګورئ. تاسو کولای شئ چې د خپل وړاندیز مسوده خوندي کړئ او د فورمې د سپارنې پورې یې اپ ډېټ کړئ. د دې پاڼې په بیخ کې “Save/Submit”  بټنې او لارښوونې وګورئ.

     

  • Form Flags

    (developer use only - should always be hidden)
  • د غوښتنلیک ورکوونکي معلومات

  • لومړنی غوښتنلیک ورکوونکی

  • که ځواب هو وي، له عارضانو څخه به غوښتل کیږي چې د دې پروسې د بشپړ غوښتنلیک په مرحله کې د MWBE په توګه د نوم لیکنې ثبوت وړاندې کړي. د البني د MWBE د نوم لیکنې په اړه نور معلومات دلته ترلاسه کړئ.

  • د فرعي وصولونکي د شرایطو تصدیق

  • دولتي مقررات په عموم ډول له ټولو مرسته کونکو او فرعي وصولونکو څخه غواړي (چې له دوی څخه به یو ستاسو سازمان وي کچیرې ورته پدې پروسې کې بودیجه ورکړل شي) ترڅو د ځانګړو شرایطو سره سم عمل وکړي، لکه څنګه چې د 2 سي اف آر 200 مه برخه كې یونیفورم لارښود کې واضح شوي دي. د الباني ښار د دې غوښتنلیک پروسې په اوږدو کې د غوښتليك وركونكو ملاتړ ته ژمن دی، چې پدې کې د تمویل د شرایطو پوره کولو کې اسانتیاو لپاره تخنیکي ملاتړ چمتو کول هم شامل دي.

  • که ترلاسه یې نه کړئ، نو دا معلومات کولای شئ چې څنګه دا نقل وړیا ترلاسه کړئ. لطفاً په یاد لرئ، UEI یو نوی سستم دی چې د DUNS پر ځای ترې استفاده کیږي او د دې پروسې په اړه نور معلومات دلته موجود دي.

  • که چیرې د بودیجې لپاره غوره شي، ستاسو سازمان به اړ وي چې د یونیفورم لارښود ټولې پلي کیدونکي اړتیاوې پوره کړي. لکه څنګه چې په 2 سي اف آر 200 مه برخه کې واضح دي، چې پدې کې عموما لاندې موارد شامل دي:

    • سازمان باید د یو فرد ځانګړي پیژندونکی وړاندې کړي(پورتنۍ پوښتنه وګورئ)
    • د دولتي جایزې ټول مقررات، مقررات او شرایط به په فرعي وصولونكي باندې پلي شي
    • فرعي وصولونكى اړ دی چې د وصولونکي (الباني ښار) لخوا د دولتي جایزې ورکولو ادارې ته د خپلو مسؤلیتونو پوره کولو لپاره د اضافي اړتیاو سره سم عمل وکړي
    • بودیجه ممکن د غیر مستقیمو لګښتونو لپاره یوازې د دولتي پیژندل شوي غیر مستقیم لګښت نرخ یا د حد اقل غیر مستقیم لګښت نرخ مطابق وکارول شي
    • فرعي وصولونكى باید وصولونكي او مفتشينو ته د اړتیا سره سم ریکارډونو او مالي بیاناتو ته لاسرسی چمتو کړي
    • محلي حکومت، قبیله، د عالي زده کړې موسسه یا غیر انتفاعي موسسه چې په خپل مالي کال کې $750,000 یا زیاتې په فدرالي جایزو مصرفوي، چې په دې کې د فرعي ترلاسه کوونکي جایزې شاملې دي، او باید د دغه کال لپاره یوازینۍ تصفیه یا آډېټ یا د پروګرام ځانګړي تصفیه یا آډېټ ترسره شوې وي
  • شریکان

  • د کاري ځواک د لارښوونې اصول: همکاري

    د شریکې هغه وړاندیزونه په کلکه تشویق کیږي په کومو کې چې ګڼ شمیر خدمت وړاندې کوونکي د خپلو سرچینو او استعداد د زیاتولو لپاره شراکت کوي

  • 0/250
  • د پروژې عمومي ارزونه

  • د لومړیتوب اغیزمنې سیمې

  • د کاري ځواک لارښود ییز اصول: اغیز

    کاري ځواک پنځه لومړیتوب لرونکي اغیزمنې سیمې او 32 ځانګړي سپارښتنې په دې سیمو کې په ګوته کړي دي.(د لا زیاتو معلوماتو لپاره د وروستي راپور 60-42 مخونه وګورئ). هغه پروپوزلونه چې په یو یا (ترجیحا) د ډیر لومړیتوب لرونکي اغیزمنې ساحې پروګرام کې معنی لرونکي او د لاسرسي وړ وړاندیزونه وړاندې کوي په کلکه یې سپارښتنه کیږي

  • 0/100
  • 0/100
  • 0/100
  • 0/100
  • 0/100
  • د پروژې تفصیل

  • 0/250
  • پایښت

  • د کاري ځواک لارښود ییز اصول: پایښت

    هغه پروژې چې د بودیجې لپاره غوره شوي باید خپل اهداف د ای آر پی ای د مهالویش په چوکاټ کې بشپړ کړي (د دسمبر 31، 2026) یا د بودیجې له ژوند څخه بهر په ځان بسیا وي

  •  -  - Pick a Date
  •  -  - Pick a Date
  • 0/500
  • د پروژې بودیجه

  • د کاري ځواک لارښود ییز اصول: ګټه پورته کول

    هغه پروپوزولونه چې د بهرنیو سرچینو څخه د اضافي مالي مرستې یا ظرفیت په راوړلو سره سرچینې لوړوي په کلکه هڅول کیږي

  • که وي، په لاندې لیست کې تخمیني مقدار او د هیلې وړ سرچینه (سرچینې) ورکړئ. د نوي کرښې د اضافه کولو لپاره (+) کلیک کړئ، د تمویل سرچینه غوره کړئ او د سرچینې د نوم ښي اړخ ته مقدار ورکړئ. د ARPA د تمویل د کوم مقدار غوښتنه چې پورته ورکړل شوې وي هغه باید په دې لیست کې د ((ARPA د غوښتل شوي فنډونو)) لپاره د ورکړل شوي مقدار سره سمون خوري. د پروژې ټوله بودجه، پشمول په لیست کې ورکړل شوي د فنډ سرچینې به په اتومات توګه لاندې وشمیرل شي.

  • مهرباني وکړئ په یاد ولرئ: که ستاسو سازمان د بشپړ غوښتنلیک سپارلو لپاره غوره شوی وي، نو تاسو به اړتیا ولرئ چې د ښار ای آر پي ای بودیجو هاخوا د بودیجي هرې سرچینې لپاره د ژمنې لیک وسپارئ

  • د پروژې وضاحت

  • د پروژې وضاحت

  • د کاري ځواک لارښود ییز اصول: نسبت

    هغه پروپوزلونه چې په خپلواکه توګه پراخه ګټې وړاندې کوي یا د دې لپاره ډیزان شوي وي ترڅو په سکتورونو یا محلاتو کې د تکرار او د لاسرسي وړ وي په کلکه هڅول کیږي.

    پروپوزلونه باید د دې وړاندیز په ځواب کې د مساواتو او اغیزو لپاره لارښود ییز اصول هم په پام کې ونیسي. (د لارښوونې د اصولو د بشپړ لیست لپاره د کاري ځواک د حتمي راپور 39 مه پانه وګورئ)

  • یو وضاحت چې د 1,500 کلمو څځه زیات نه وي چمتو کړئ چې لاندې هر یو په نښه کوي

    •  د الباني په ښار کې ځانګړي اړتیا یا فرصت څه دی چې دا پروژه غواړي په ګوته یې کړي؟ مهرباني وکړئ د اړتیا / فرصت معلومولو لپاره معلومات چمتو کړئ
      • غوښتنلیک ورکوونکي ممکن د معلوماتو سرچینې ته مراجعه وکړي، مګر دغه د سرچینو ډیټا پورې محدودې نه دي کومې چې د غوښتنلیک لارښوونو د الف په ضمیمه کې مستند شوې دي
    • دا پروژه څنګه هغه اړتیا پوره کوي چې د کویډ-19 وبا لخوا رامینځته شوې یا خرابه شوې وې?
    •  د پروژې هدفمند خلک او / یا جغرافيايي ساحه څومره ده
    •  کومې پایلې به د فعالیت او بریا ارزولو لپاره وکارول شي او د دې پایلو په اندازو باندې د وړاندیز شوې پروژې متوقع اغیزه څه ده
    • څه به وشي، که چیرې د شواهدو پر بنسټ یا متوقعه فعالیتونه په پروژه کې وکارول شي
    • په کومو طریقو سره، که هره یوه وي، آیا دا پروژه پراخه کیدی شي یا تکرار شي ترڅو پراخه ګټې وړاندې کړي
  • 0/1500
  • لطفاً په یاد لرئ: په ډیټا او احصایې باندې ممکن د وضاحت د ملاتړ لپاره حواله ورکړل شي؛ په هرصورت، غوښتنلیک ورکونکي باید د ډیټا د ډیری جدولونو د وړاندې کولو یا د دې ځواب خانې د کارولو څخه ډډه وکړي ترڅو یوازې د احصایو تکرار وړاندې کړي. که چیرې د بشپړ غوښتنلیک د حاصلولو لپاره وټاکل شي، نو له غوښتنلیک ورکونکی څخه به وغوښتل شي چې ارقام او احصایې پراخه کړي

  • تنوع، مساوات او شمولیت

  • د کاري ځواک د لارښوونې اصول: مساوات

    هغه پروپوزولونه چې په مستقیم ډول د لنډمهالو بې وزلو، کم خدمت شويو، یا بې وزلو خلکو لپاره شرایط ښه کوي په کلکه هڅول کیږي. د مساواتو چوکاټ سرچینو لپاره د غوښتنلیک لارښوونې او یو غیر بشپړ شوی لیست وګورئ چې څنګه مساوات په پام کې نیول کیدی شي. د مساواتو د چوکات د سرچینو او د مساواتو په پام کې د نیولو په اړه د غیر جامع لیست لپاره د وړاندیز لارښوونې وګورئ

  • د مساواتو اعلامیه: مهرباني وکړئ لاندې پوښتنو ته د 500 کلمو څخه په کمو ځواب ووایاست

    • زموږ په ټولنه کې ستاسو سازمان (او ستاسو غوښتونکي شریکان) په کار کې تنوع، مساوات او شمولیت څنګه لیدل کیږي

    • ستاسو پروپوزل به په الباني کې په بې وزله، فقیرو، یا غریبو خلکو باندې څنګه اغیزه وکړي

    د خپل ځواب وړاندې کولو لپاره لاندې د مساواتو اعلامیه خانه وکاروئ

  • 0/500
  • د ټولنې ښکیلتیا

  • د کاري ځواک لارښود ییز اصول: ښکیلتیا

    هغه پروپوزلې چې د ټولنې د پیاوړې ښکیلتیا له لارې جوړې شوې یا ډیزان شوې وې ترڅو د خلکو او خدماتو چمتو کونکو ترمینځ اړیکې ښې کړي په کلکه هڅول کیږي

  • 0/500
  • لطفاً په یاد لرئ: وروسته له هغه چې وړاندیزونه وسپارل شي، د دې د انتخابونه به د عمومي کتنې لپاره د البني ښار د ARPA د تمویل په وېبپاڼه ورکول کیږي. عام غړي کولای شي چې د بیاکتنې د ټیم او عارض لپاره د دغه وړاندیزونو په اړه خپل بې نومه نظرونه (په یو ځل له 100 څخه په کمو کلمو) وسپاري.

  • نوښت

  • د کاري ځواک لارښود ییز اصول: نوښت

    هغه پروپوزلونه چې د لومړیتوب اغیزې ساحې پروګرام سپارښتنو ته متشبث یا نوې تګلاره غوره کوي په کلکه هڅول کیږي

  • 0/500
  • د تصویب شوي غوښتنلیک برخه

  • Applicant: {primaryApplicant}

  • د خپل پروپوزل خوندي یا سیو کولو لپاره "سیو" کلیک کړئ او وروسته پرې کارکولو ته دوام ورکړئ. له تاسو څخه به د جاټفورم د وړیا اکاونټ جوړولو غوښتنه وشيیا د جاټفورم اکاونټ ته ننوځئ کچیرې مو دمخه پکې اکاونټ درلود. د “Save” کلیک کولو وروسته دا ډاډه کوئ چې د خپل فورمې د دوام لپاره تاسو په برېښنالیک کې لینک ترلاسه کړی یا “Get Sharable Link” کلیک کړئ او د دغه پاڼې څخه د وتلو مخکې هغه لینک خوندي کړئ


    هرکله چې تیار شوئ چې ویې سپارئ د "سبمیټ" تڼۍ وکاروئ. کله چې تاسو د خپلې بشپړ شوي وړاندیز فورمه وسپارئ، په پورته ابتدایي ورکړل شوي اي مېل او که تاسو لرئ نو ستاسو د Jotform اکاونټ ته به برېښنالیک واستول شي. لطفاً خپل وړاندیز د سپارلو مخکې وګورئ


    مهرباني وکړئ د خپل پروپوزل بیاکتنه وکړئ او د سپارلو دمخه د ویبینارونو او/یا دفتر ساعتونو څخه ګټه واخلئ. د 2021 کال د جنورۍ تر 31 نیټې مخکې به هیڅ پروپوزل ونه کتل شي. مخکې له مخکې د پروپوزل سپارل کومه ګټه نلري. پروپوزلونه به د جنوري 31، 2022 څخه وروسته یو په بل پسې منل کیږي

    د عارضانو سره د غوره احتمالي وړاندیزونو د سپارلو د مرستې لپاره به د مرستې کارکوونکي موجود وي او هغوی به په ټاکل شوي ((دفتري ساعتونو)) کې پوښتنو ته ځوابونه ورکوي. د مرستې دغه ټېم به د دې پروسې په اړه د پوهې ډیرې غونډې هم ترسره کوي. لطفاً د وړاندیز لارښوونې وګورئ یا د نورو معلوماتو لپاره د البني ښار د ARPA وېب پاڼې ته مراجعه وکړئ


    لطفاً په یاد لرئ، موږ غوښتنه کوو چې تاسو خپل واندیز په انګلیسۍ ژبه کې وړاندې کړئ. خو، موږ دا ډاډه کول غواړو چې په البني کې هر شخص دا فرصت ولري چې د فنډونو لپاره عریضه وکړي او موږ دا خبره تسلیموو چې ځینې عارضان ممکن له نورو ژبو څخه استفاده کول غوړي. د نورو ژبو یا ارتباطاتو لپاره د مرستې د ټیم سره په AlbanyForAll@albanyny.gov اړیکه ټینګه کړئ

  • Should be Empty: